
کابل باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني او دملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د نانسي پلوسي په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتونو د کانګرس پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی وو، په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررئيس دويانددفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. په پيل کې جمهور رئيس د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب نانسي پلوسي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووايه او له افغانستان سره يې د امريکا متحدو ايالتونو د خلکو، کانګرس او حکومت تعهد او همکارۍ د قدر وړ وبللې.
جمهور رئيس غني زياته کړه، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګډې همکارۍ او
د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د امريکا نوې ستراتيژۍ ماحول ته مثبت بدلون ورکړی دی او تر بل هر وخت موږ اوس خپلو موخو ته نږدې يوو.
د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه، له ولسواک نظام پرته بل نظام په افغانستان کې نتيجه نه ورکوي او خلک هم د دغه نظام غوښتونکي او ملاتړي دي.
ده زياته کړه، ملي يو والي حکومت په شفافه توګه راتلونکو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنــــو او ورپسې د جمهوري رياست ټاکنو ته ته ژمن دی.
همدارنګه د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس هم ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امريکا متحدو ايالتونو د مرستې او همکاريو قدرداني وکړه او دا يې د مشترک دښمن د ځپلو او ګډو موخو ته د رسېدو په برخه کې ګټورې وبللې.
ورپسې دامريکا متحدو ايالتونو د کانګرس د پلاوي مشرې نانسي پلوسي له جمهور رئيس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې دوی يې خپل حضور ته ومنل.
هغې زياته کړه، د حکومت د دريو کالو لاسته راوړنې او پرمختګونه له هيله مندۍ ډک دي او د حکومت د راتلونکو پلانونو تطبيق سره به په افغانستان کې سوله او ثبات لا زيات تامين شي.
اغلې پلوسي وويل، هېواد يې له افغانستان سره دوامداره همکاريو او د ترهګرۍ ضدمبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د ستراتيژيک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.
په دې کتنه کې د سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، اقتصادي و دې، پانګونې، د خصوصي سکتور د رول، صادراتو، وارداتو، ترانزيت، سيمه ييزو همکاريو، د لويو او سيمه ييزو پروژو د تطبيق، ټاکنو، له فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
پاى ذکرالله