امنیت

لس تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٨نيټه : په ننګرهار ولايت کې دهوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې د داعش د ډلې لس تنه غړي ووژل شول . دغه داعشيان دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې له پوځيانو سره په نښته کې وژل شوي دي . د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآ ژانس ته وويل په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونو کې د داعش دډلې لس تنه غړي وژل شوي دي . ده وويل: په وژل شويو ډار اچوونکو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د يولړ چاودنو دتر سره کولو طرحه ناکامه کړې ده . امنيتي مامورانو پرون دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل . ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته