
کابل باختردوري دمياشتې ٩ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون مازديګر په يوه ناسته کې د هېواد د شمال ختيځ او جنوب ختيځ د برېښنا سيستم د کار د پرمختګ راپور واورېد.
دجمهوررئيس دويا دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ،په دې غونډه کې چې دغوڅ ملاتړ سيستيکا او د امريکا متحدو ايالتونو پرمختيايي ادارې ټيمونو هم حضور درلود، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئيس امان الله غالب د برېښنا سکتورپه استازيتوب يادراپور وړاندې کړ. هغه زياته کړه د شمال ختيځ سيستم دبرېښنا لېږدلين له ارغندې نه ترپل علم
علم، له پل علم نه تر ګردېز د برېښنا لېږد لين او له چاريکارو تر نجراب پورې د برېښنا لېږد لين بشپړ او دافغانستان لورې ته سپارل شوی دی. امان الله غالب وويل، دګردېز سب سټيشن له برېښنا سره وصل او د ګلبهار سب سټيشن د برېښنا نښلولو ته چمتو دی. د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس د برېښنا د سويل ختيځ سيستم د کاري پرمختګ په اړه هم معلومات ورکړل ويې ويل، د هلمند ولايت د سنګين شمالي جکشن څخه تر دراني جکشن پورې د برېښنا لېږد لين تسليمي په نږدې راتلونکي کې زمان بندي شوی.
هغه دغه راز د برېښنا رسولو د دې سيستمونو پر وړاندې د شته خنډونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
جمهوررئيس غني د ياد راپور له اورېدو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت دهڅو او د غوڅ ملاتړ سيستيکا او د امريکا متحدو ايالتونو پرمختيايي ادارې له همکارې د مننې ترڅنګ د هغوی فعاليتونه مثبت و ارزول او ديادو سيستمونو د بهيرد چټک بشپړولو په خاطر يې لازمې لارښوونې وکړې.
پاى ذکرالله