سیاست

د سولې او همغږۍ لپاره دافغانستان اوپاکستان د عمل د پروګرام په باب د افغانستان او پاکستان د لوړپورو هيئتونو دريمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د وري څوارلسمه : د پاکستان يو لوړ پوړى هيئت چې پکې ملکي او پوځي مقامات شامل دي د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت معينې ميرمن تهمينې جنجوعې په مشرۍ تيرماښام کابل ته ورسيد . د بهرنيو چاور وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي، ټاکل شوې ده دغه هيئت له خپل افغان سيالانو سره د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت کرزى په مشرۍ د سولې او همغږۍ لپاره د افغانستان او پاکستان د پلان او عمل په باب بحث او خبرې اترې وکړي . سرچينه زياتوي چې دواړو لورو د سولې او همغږۍ لپاره د افغانستان او پاکستان د پلان او عمل په اړوند خبرو ته دوام ورکړ . په خبرپاڼه کې راغلي دي په داسې حال کې چې په دغو خبرو اترو کې پرمختګ وشو خو اساسي مسئلې پاتې دي چې په راتلونکې کې به تر بحث لاندې ونيول شي . ختم_+ن عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته