سیاست

جمهوررئيس غني: په تېرو سلو کلونوکې مو له امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه د ملاتړ داسې اجماع نه درلوده

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١١ مه
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې " د امنیتي او دفاعي ارګانونو د سترې رهبرۍ، د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ د قوماناندانو په ګډ کنفرانس" کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په ‌دغو مراسمو کې چې د سترو پوځي منسوبینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ همکارانو په ګډون د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړ شوي وو، جمهوررئيس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، قربانۍ او میړانې وستایلې او د ټولو شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
جمهور رئيس د امنیتي قواوو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: کله چې تاریخ لیکل کېږي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د صداقت او قهرمانۍ په هکله به چې د خپلې وینې په قیمت یې له خپل هیواد څخه دفاع کړې ده، قضاوت وشي.
جمهوررئيس غني وویل، د میړنیو امنیتي او دفاعي قواوو له سرښندنو پرته د حکومت بریا ناشونې وه، نن دنیا په وضاحت سره د افغانستان د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو قرباني درک کړې او مونږ له منځ مهالي ژمنې اوږد مهاله مشارکت ته خپل جهت بدل کړی دی.
جمهوررئيس دغو ځواکونو ته وویل: زه د مسلح قواوو د اعلی سر قوماندان په توګه ستاسو سرښندنې ستایم او نن ټول خلک په یو غږ له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي چې په تېرو سلو کلونو کې مو داسې یوه عمومي اجماع نه درلوده.
جمهوررئيس محمد اشرف غني بین المللی همکاران چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او همدارنګه د وسله‌والو ځواکونو د رهبرۍ هڅې وستایلې.
جمهوررئیس زیاته کړه، تېر کال اکثره مبصرینو فکر کاوه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دښمن په ضد د مقابلې توان ونه لري، نن باید له مبصرینو وغوښتل شي چې د خپلو دغو خبرو له امله دې بښنه وغواړي، ځکه د دغه ځواکونو اتلولۍ یې درک کړې نه وې او هغه یې بابیزه ګڼلې وې.
هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډاګه کړه چې له دښمن سره د مبارزې قابلیت او وړتیا لري او په ۱۳۹۴کال کې يې د هېواد بقا تضمین کړه. جمهوررئیس څرګنده کړه موږ د جګړې له شپږو پړاوونو تېر شو او د ۱۳۹۴کال په پای کې مو هره ورځ له ۱۵څخه تر ۲۰پورې نظامي عملیات ترسره کول.
جمهوررئیس وویل، په پيل کې زموږ په بین المللي اړیکو کې ابهام موجود و، دا مناسبات تر پوښتنې لاندې و او موږ یوازې په شپږ میاشتنۍ ژمنې اکتفا کړې وه، خو د تېر کال په پای کې نړۍ سره زموږ اړیکې پراخې شوې.
جمهور رئیس د وارسا کنفرانس لاسته راوړنو ته په اشارې، د امریکا له متحدو ایالتونو او بین المللي شریکانو چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او تمویل په برخه کې يې د تعهد تازه کولو ژمنه کړې، مننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل: سره له دې چې ۱۳۰ زره بین المللي ځواکونه له هیواده ووتل، خو زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په ښه توګه وکړای شول د بد وضعیت د رامنځته کېدو مخه ونیسي او په‌دې برخه کې مبصرین باید عادلانه قضاوت وکړي.
جمهور رئيس زیاته کړه، د افغانستان د خلکو دښمنان تېر کال خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په برخه کې ناکام شول او د هغوی ستراتیژیک پروګرامونه امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول قوت شنډ کړل.
جمهوررئيس امنیتي او دفاعي منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ویاړم چې زما درېیمه دنده د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومانداني ده او اعلی سرقومانداني د اعتماد فضا رامنځته کوي څو په آزادۍ او مسلکي ظرفیت خپلې دندې پر مخ یوسئ.
جمهوررئيس محمد اشرف غني زیاته کړه، مونږ په یوې نا اعلان شوې جګړې کې ښکیل یو او هغه چارې چې تېر کال به په دریو میاشتو کې ترسره کېدې اوس په درې ورځو کې ترسره کېږي ځکه د ۱۳۹۵ کال د وضعیت په هکله وړاندوینه شوې وه او منظم پلانونه ورته جوړ شوي وو.

جمهوررئيس ستونزمنو حالاتو کې د لازم چمتوالي په موجودیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، راتلونکې درې سختې او ستونزمې اونی په مخکې دي، باید بشپړه چمتووالی ورته ونیول شي. هغه وویل چې جګړه له نا اعلان شوي حالته په اعلان شوي حالت بدله شوې ده.
ولسمشر غني وویل، افغانستان د نړۍ د پاملرنې په محور کې دی، ځکه مو له نړیوالو سره داسې اړیکې جوړې کړې چې زموږ حقانیت یې ثابت کړی دی. هغه وویل، د افغانستان دښمنان به له‌دې څخه په زیاته انزوا کې ښکېل شي.
جمهوررئیس د دښمن په نابودولو کې د هیواد هوایي ځواکونو میړانې او هڅو یادونه وکړه، وې ویل، ۱۳۹۴ د بقا کال و خو ۱۳۹۵ د انسجام کال دی ۱۳۹۶ به د بنسټي تحرک او ۱۳۹۸ به د بریالیتوب او ثبات د رامنځه کېدو کال وي چې په دغه برخه کې د هلوځلو ترسره کول به موږ نور هم هدفمند کړي.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو د جلب و جذب زمینې مساعدولو باندې د ټینګار تر څنګ وویل، ټول اړونده نظامي واحدونه باید په دغه برخه کې منسجم او همغږي پلانونه ولري. هغه لارښوونه وکړه څو د پیاوړتیا او ضعف ټکي تشخیص او د حل لارې یې وړاندې شي.
جمهور رئیس غني همدارنګه اړونده مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو اکمالات او اړتیاوې وارزوي څو په دغه برخه کې شته ستونزې مشخصې او د رفع کولو لپاره یې اقدامات وسنجول شي.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار وکړ وې  ویل، په دغه برخه کې باید ژر اقدام وشي او منسجم پلانونه ترتیب شي. هغه زیاته کړه: زه د وطن د هر سرتیري د سر مسئولیت لرم او له تلفاتو څخه د مخنیوي لپاره باید لازم چمتووالی موجود وي.
هغه وویل چې، ګواښونه باید تشخیص او طبقه بندي شي څو د ګواښ ډول ته په کتو اغیزمن او بیړني اقدامات ترسره شي.
جمهور رئیس غني د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو له سیستم څخه د نارضایتۍ په څرګندولو سره د دغه سیستم پر اصلاح ټینګار وکړ. هغه وویل چې، د ملي تدارکاتو کمیسیون څو جلسو مې خپله رهبري کړې، چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوړو او کالیو د پېر پروسه چټکه شي، خو په دغه برخه کې شکایتونه شته چې د منلو وړ نه دي، په اړه یې باید هراړخیزه پلټنه وشي.
جمهور رئیس زیاته کړه چې په راتلونکو ۴ کلونو کې به د ۴۰ کلونو لپاره فزیکي زیربنا بشپړه شي، منظم سیستم به ورغاول شي، د بودیجې مصرف به هدفمند شي او تشې به په چټکۍ ډکې شي. هغه وویل چې موږ د نسل له بدلون سره مخ یو، پر نوي نسل باید پانګونه وشي.
جمهوررئیس وویل، په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دښمن کرغیړن پلانونه د واضح وړاندوینونکي پلان له مخې شنډ شول. هغه دستور ورکړ چې په دې اړه دې باید ولایت په ولایت او ولسوالۍ په ولسوالۍ مشخص پیشنهادونه وړاندې شي او د تهدید ټکي دې مشخص شي. هغه همداراز له هغوی څخه وغوښتل چې د ځواک د موثرې استفادې لپاره دې واضح پیشنهادونه ترتیب او وړاندې کړي.
جمهوررئیس په پای کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په مننې هغوی ته وویل، له تاسې څخه هېڅ یوه هم په جبر له وطن څخه د دفاع سپیڅلې دنده نه ده منلې، بلکې د وطن پالنې له مخې مو پریکړه کړې، تاسې د دولت او ملت ویاړ یاست.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته