خبرونهاقتصادټولنه

پکتیا کې د ځمکې لاندې اوبو سطحې ټیټوالي مخنیوي په موخه کروندګرو ته د کښتونو لپاره فیصدي ټاکل شوې

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر

د پکتیا ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ او کاریزونو وچوالي له امله د ځمکې لاندې اوبو سطحې ټیټېدو مخنیوي په موخه کروندګرو ته د ټاکل شوې ولایتي کمېټې له لوري د کښتونو لپاره فیصدي ټاکل شوې او په یو شمېر کښتونو باندې د فیصدۍ تر کچې د بندیز پریکړه شوې.

کروندګرو ته د کښت ډول ټاکلو کمېټه د وزارت په لارښوونه جوړه شوې او پرېکړه يې کړې، چې هر کروندګر، چې خپلې ځمکې کښتونه د ژورو څانګو اوبو څخه په کټې اخیستنې خړوبوي په خپله ځمکه کې به ۵۰% سلنه غلجات یا صنعتي بوټي، ۱۵%سلنه سبزیجات، ۲۰% سلنه حبوبات او ۱۵% سلنه باغداري کښت کوي او تر دې زیات نشي کولای.

د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین وايي، د هغه کښتونو سلنه ټيټه ټاکل شوې، چې زیاتو اوبو ته اړتیا لري او پر ځای يې هغه کښتونه، چې لږو اوبو ته اړتیا لري (زعفران، انجه او ذیره) کروندګرو ته بدیلونه ښودل شوي، چې د سبزیجاتو او حبوباتو ښه بدیلونه دي.

د کمېټې مسؤلین وايي، چې یاده پریکړه د اوبو سطحې ټیټوالي مخنیوي، اوبو څخه سمې ګټې اخیستنې، د اوبو بې ځایه او زیات مصرف، د اوبو ساتنې، د اوبو کړکیچ مخنیوي په موخه شوې ده.

په ورته وخت کې د دغه ولایت سیندیزې او فرعي حوزې رئيس مولوي کریم فاتح وايي، چې د وچکالۍ او خپلسرو ژورو څاګانو کیندلو له کبله زیات شمېر کاریزونه او چینې وچې شوې او د اوبو سطحه په زیاته اندازه ښکته تللې.

فاتح زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۲۰۰ پورې کاریزونه وچ شوي او د اوبو سطحه تر ۲۰ مترو پورې ښکته تللې.

دا په داسې حال کې ده ، چې یو شمېر کارپوهان وايي د اوبو ساتنې او سطحې ټیټوالي مخنیوي او مدیریت لپاره په کار ده، چې د اوبو رسولو منظم سیستم او شبکې جوړې شي او د خپلسرو ژورو څاګانو مخنیوی دې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته