کابل باختر دوري پنځلسمه :
په ننګرهار ولايت کې تيره شپه دهوايي بريد له امله دداعش دډلې اوولس تنه غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو داچين ولسوالۍ بازار ته څيرمه په يوه پټنځي کې دافغانستان دهوايي پوځ له خوا بريد وشو .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې اوولس تنه غړي ووژل شول.
ده وويل داعشيان په دې پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريد پرې وشو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ