سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون نويوغړود لوړې مراسم پرځاى کړل

کابلباختر داسد٩
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون نويو غړو نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په وړاندې د لوړې مراسم پرځاى کړل.
د جمهور رييس د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه مراسم په ارګ کې پرځاى شول او په هغو کې د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي چې د انتخاباتي کميټې مشرتوب يې په غاړه درلود او قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست پو هاندعبدالسلام عظيمي او دغه راز د انتخاباتو د خپلواک کميسيون پخوانى رييس اوغړو ګډون کړى و.
دانتخاباتودخپلواک کميسيون نويوغړوډاکتراحمد يوسف نورستاني، عبدالرحمن هوتکي، محمدعزيز بختياري، سرير احمدبرمک، سليمان حامد، حسين ګرزيواني ،ليلا احراري ،ګلالى اڅکزي او شريفې زرمتى چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو اوصلاحيتونو له قانون سره سم، دجمهور رئيس له خوا د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دنويو کميشنرانو په توګه ټا کل شوي دي، د لوړې مراسم پرځاى کړل.
دوى سوګند يادکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دغړو په توګه خپلې اړوندې دندې د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانينو له حکمونو سره سم په بشپړ صداقت ، ايماندارى، استقلال او بيطرفي سره ترسره کوي.
دلوړې له مراسمو وروسته د هيواد جمهور رييس په دې ترڅ کې چې دانتخاباتو د خپلواک کميسيون دپخوانى رئيس اوغړو دکړو وړو اوفعاليتونو له ا مله قدرداني وکړه.
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون نويو غړو ته د دوى د دندو له امله مبارکي وويله اودچارو په ترسره کولو کې يې دوى ته د برياليتوب هيله وکړه .
حامد کرزي دانتخاباتو د خپلواک کميسيون نويو غړو ته وويل چې تاسې سترملي مسووليت چې په هيوادکې د دموکراسي دپياوړتيا لپاره ډيرمهم دى ، په غاړه لرئ.
دهيواد جمهور رييس څرګنده کړه چې نوى کميسيون په ډاډه زړه او پوره آزادى سره خپل کارپرمخ بوته، ځکه نه ده او نه حکومت په تيرو وختو نوکې د دوى په چاروکې لاسوهنه کړې ده او نه به په را تلونکې کې مداخله وکړي.
ده زياته کړه چې بهرنيان هم بايد په هيڅ صورت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په چاروکې لاسوهنه ونه کړي.
حامدکرزي په دغو مراسموکې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون نويو غړو ته وويل چې تاسې کولى شئ خپلې دندې په بشپړې آزادى او ډاډ سره له اساسي قانون سره سم د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې ترسره کړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته