امنیت

د وسله والو له لورې د سوځول شوي ښوونځي د بیا رغونې چارې پیل شوې.

کابل باختر دليندۍ د مياشتې نهه ويشتمه
د لوګر ولايت د کتب خېلو د نجونومنځنی ښوونځی چې دوه ورځې  مخکې د وسله والو  له لورې سوځول شوی و د بیا رغونې چارې یې  پیل او د یوې اوونۍ په بهير کې به ورغول شي.
  د لوګر والي د دغې سیمې خلکو ته په وېنا کې وویل چې د ښوونځي، کلینيک او نورو ټولګټو د ځایونو سوځول او ويجاړول د بې کمزوري دښمن کار دی،ښوونځی، مدرسه او جومات زموږ لپاره مقدس ځایونه دي ځکه دا د ځان پېژندنې، خدای پېژندنې، انسانیت پيژندنې او هېواد پيژندنې دروازې دي او هر هغه څوک چې د علم او مقدسو ځایونو مخالفت کوي زموږ اوزموږ د بچیانو دښمنان  دي.
والي زياته کړه چې، دا کارونه هغه څوک کوي چې ښکاره ځان مجاهد او د شریعت پلی کوونکی بولي په داسې حال کې چې په دې ښوونځي کې په سوځول شویو کتابونو کې قرانکریم، د عقایدو کتابونه او نور ډير دیني کتابونه هم شته.
هغه وویل تر هغه وخته چې موږ او تاسې په خپلو ځانونو کې بدلون را نه ولو خدای تعالی به یې هیڅکله هم را نه ولي.
والي د سوځېدلي ښوونځي د بېرته رغونې لپاره ټول وسایل(لرګي، چج، پلاسټيک، چونه، ګچ، د معمارۍ وسايل) او د مزدورانو لپاره خوراکي توکي او نقدي اجوره چې څلويښت زره افغانۍ کېدلې د ښوونځي دمدیر په مشرۍ د کلي ګډ هئیت ته وسپارلې، دوی هم ورسره ژمنه وکړ چې د یوې اوونۍ په بهير کې به سوځيدلی ښوونځي بیرته رغوي.
په ورته وخت کې د ولایتي شورا غړي سید قریب الله سادات په خپلو خبرو کې وویل چې د ښوونځیو سوځول د شرم او خجالت خبره ده، او هیله مې داده چې دا به د جرم د مرتکبینو وروستی جنایت وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته