سیاست

د بهرنيو چارو وزير د جاپان په ګډون د «سي -٥ » په غونډه کې ګډون وکړ

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۹ مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د جاپان په ګډون د «سي -٥ » په غونډه کې چې د تاجکستان جمهوريت په نوښت او دوره يي رياست د دغو هېوادونو د بهرنيوچارو د وزيرانو په کچه په تاجکستان کې جوړه شوه، ګډون وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د جاپان په همکارۍ د منځنۍ آسيا او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا په باب هر اړخيزې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزيرانو د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې په لاره کې پر سيمه ييزو همکاريو ټينګار وکړ .
د منځنۍ آسيا او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د دغې سيمې په نښلولو او اقتصادي وده کې د جاپان رول ارزښتناک وباله .
جاپان هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ زياتوي.
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته