ټولنه

د ننګرهار د برښنا د تمديدولو لپاره عمليات دوام لري

کابل باختر دلړم ديارلسمه :
په داسې حال کې چې د ننګرهار ولايت د برښنا د بندولو د عاملينو د له منځه وړلو لپاره پوځي عمليات دوام لري، امنيتي مقامات په دغو عملياتوکې د شپږو تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبره کوي .
دغه عمليات پرون سهار د لغمان ولايت  د بادپښ په ساحه کې چېرته چې وسله والو طالبانو د برښنا ستنې ويجاړې کړې، پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې تر اوسه پورې د دغو عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: پوځيانو په دې بريالي شول چې د بادپښ په ساحه کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي دړې وړې کړي چېرته چې طالبانو د برښنا فني کارکوونکي پکې ساتل.
  د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه فني کارکوونکي د برښنا د ويجاړو شويو ستنو د جوړولو په خاطر دغې سيمې ته تللي وو چې د طالبانو له خوا ونيول شول چې اوس د طالبانو له منګولو څخه آزاد شوي دي .
وسله والو طالبانو د لغمان ولايت د بادپښ په ساحه کې د برښنا د ستنو په ويجاړولو سره د ننګرهار  برښنا شلولې وه.
پخوا هم وسله والو طالبانو د بادپښ په ساحه کې د برښنا د ستنو په ويجاړولو لاس پورې کړی و .
يوشمېر خبرځايونه وايي چې وسله وال طالبان غواړي له دولت څخه باج واخلي.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته