واشنګتن نړيوالې خبري منابع باختر دزمري اتلسمه :
دامريکا دمتحده ايالاتو يوجګپوړي مامور وايي چې اسرائيلي او فلسطيني مرکچيان دسولې خبرې په راتلونکي اوونۍ کې په تل ابيب کې له سره پيلوي .
د امريکا دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جن ساکي پرون وويل چې دمنځني ختيځ
دسولې ځانګړي استازي مارتين اينديک او د ده مرستيال فرانک لونستين به
دراتلونکي چهارشنبې د ورځې په خبرو کې ګډون وکړي .
ده زياته کړه چې خبرې به د اردن دسيند په لويديځ ساحل کې په اريحا ښارکې ديوې غونډې په جوړيدو سره دوام وکړي .
ميرمن ساکي دغه راز وويل ، هيله نه کيږي چې له خبرو وروسته دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري په دې باب نظر څرګند کړي .
داسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ د په ټپه دريدلو خبرو دبيا پيلولو لپاره هلې ځلې تيره مياشت دامريکا دمتحده ايالاتو په منځګړيتوب په واشنګتن کې بيا پيل شوي دي .
د واشنګتن له خبرو وروسته ،جان کري اعلام وکړ چې دواړه لوري په راتلونکو څو اوونيو کې د بيا کتنې لپاره موافقې ته رسيدلي دي .
کري دغه راز وويل ، دى نيت لري مرسته وکړي چې په راتلونکو نهو مياشتو کې د وروستۍ سولې په باره کې موافقه وشي .
0 1 دقیقه لوستل