کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د غزني ولایت اړوند د تالاب حسیني ذخیروي بند د لومړنۍ سروې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یاد ولایت د خوګیاڼو او واغظ ولسوالیو د تالاب حسیني ذخیروي بند لومړنۍ، ټولنیزه، اقتصادي، چاپېریالي او توپوګرافي سروې ترسره کړه.
سرچینې زیاته کړې، چې د نوموړې بند په جوړېدو سره به د غزني ولایت په مرکز کې د غیب قلندر، توحید آباد، سلطان محمود ښارګوټي او یو شمېر نورې سیمې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او همدارنګه به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لامل هم شي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ د هېواد پر کچه د اوبو مدیریت په موخه د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ګړندۍ هڅې روانې دي.