امنیت

په نورستان کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢١  :
په نورستان ولايت کې د نويوجګړو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې په تيرو٢٤ساعتوکې د نورستان ولايت د کامديش او د وانت وايګل د ولسواليو په ځينو سيمو او د پارون ښار بازار ته څېرمه رامنځته شوې دي .
لومړۍ جګړه ډيورندکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له کرښې څخه په تيريدو سره غوښتل د سرحدي ځواکونو په پوستو بريد وکړي.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې  جګړه کې د يوه پاکستاني په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل؛  په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې خلکو تنه زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې: 
نهه تنه وسله وال طالبان دنورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
ده وويل: په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
اووه تنه وسله وال طالبان د پارون ښار په عمومي واټ کې دماين ښخولو په وخت کې د پوځيانو له خوا ووژل شول او د طالبانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې  کشف او ترلاسه شوې.
پوليس وايي: دغه ډيپوګانې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د دغه ولايت په مربوطاتوکې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته