سیاست

جمهوررئیس حامدکرزی د بریتانیا، فرانسې او ایټالیا له هېوادونو سره د درې اوږد مهالو ستراتیژیکو سندونو د لاس لیک لپاره اروپا ته روان شو

کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه

  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، نن ماښام د یو چګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ ديوه پنځه ورځني رسمي سفر لپاره د ترکمنستان، ایټالیا، فرانسې او بریتانیا هېوادونو ته روان شو.

حامدکرزی به سبا د ترکمنستان له جمهوررئیس قربان قلي برديِ محمدوف سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیلابیلو همکاریو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.

د هېواد جمهوررئیس به له ترکمنستان څخه له لیدنې وروسته د ایټالیا پايتخت روم ته روان شي او هلته به  د هغه هېواد له صدراعظم  ماریو مونتي، د سنا مجلس له رئیس ریناتو شیفاني او د خلکو د استازو د مجلس له رئیس جیان فرانکو فیني سره پرکتنې سربیره د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو سند لاس لیک کړي.

حامدکرزی به د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د ټرون د لاس لیک لپاره  د جمعې په ورځ د فرانسې پايتخت پاریس ته لاړشي.

د افغانستان جمهوررئیس به  د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د ټرون  پر لاسلیک سربیره د هغه هېواد له جمهوررئیس نیکولا سارکوزي سره وګوري او په هغې میلمستیا کې به ګډون وکړي چې د فرانسې د ملي شورا د رئیس برنارد اکویار له خوا جوړه او په هغې کې به د فرانسې د پانګه والو د ټولنې او د هغه هېواد دکابینې ځیني غړي هم ګډون  وکړي.

حامدکرزی به فرانسې ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان او فرانسې د مناسباتو د نندارتون له آرشیف څخه هم لیدنه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس به د جمعې د ورځې په ماښام د بریتانیا هېواد ته د رسمي سفر په مقصد د هغه هېواد پايتخت لندن ته روان شي او د شنبې په ورځ به د بریتانیا له صدراعظم دیوید کامرون سره وګوري او د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو سند به له هغه سره لاسلیک کړي.

همدا راز حامدکرزی به  د ستراتیژیکو همکاریو  د سند تر لاسلیک وروسته د بریتانیا له صدراعظم سره په یوه ګډه خبري غونده کې ګډون وکړي او له هغې وروسته به په هغې میلمستیا کې برخه واخلي چې د ده په ویاړ د دیوید کامرون له خوا جوړیږي.

له حامدکرزي سره د ترکمنستان، ایټالیا، فرانسې او د بریتانیا هېوادونو ته د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، دکانونو وزیر وحیدالله شهراني، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته