امنیت

ستر امنيتي معين : په قراردادونو کې بې پروايي ترقانوني څارنې لاندې نيول کيږي .

-کابل باختر د لړم اوومه :
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دهېواد په ټولو ولايتونوکې دملي پوليسو دځواکونو په يوشان  اعاشې په ټينګار سره وويل چې دملي پوليسو دځواکونو يوشمير قرارداديان چې دخوراکي توکو او دساختماني موادو درسولوپه کار کې بې پروايي کوي تر قانوني څارنې لاندې نيول کيږي .
  دباختراژانس دخبرله مخې،  دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين جنرال مراد علي مراد وايي چې په څو تيرو مياشتو کې يې دملي پوليسو دځواکونو يوشمير  قرارداديان امنيتي ځواکونو په اعاشه او دتحکيماتو  په بشپړولو کې دنه صداقت په نسبت تر پوښتنې لاندې نيولي دي چې يوشمير يې  د خوراکي توکو په نه رسولو سره هلې ځلې کوي چې دکورنيو چارو په وزارت زور واچوي او له پوښتنې او پلټنې څخه وتيښتي .
مراد علي مراد زياته کړه چې امنيتي   ځواکونه د ډير ښه خواړه او جامو مستحق دي او قرارداديان بايد دلوژستيکي  تعليمات نامې او دملي تدارکاتو دشرطپاڼې له مخې عمل وکړي .
ستر امنيتي معين دقراردادونو په لاسليک کې فساد او په نورو سترو او کوچنيو قراردادونو دهغو ويش دامنيتي ځواکونو داعاشې په کار کې  ډيرې مهمې ستونزې وبللې اوزياته يې کړه چې له دې وروسته  به ټول قراردادونه بيا وڅيړل شي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې  دغور ولايت په ګډون د هېواد ديوشمير ولايتونو امنيه قوماندانۍ دخوراکي توکو له کمښت  سره مخامخې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته