خبرونهسیاستTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتيا له والي سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي مولوي مهرالله حماد او مرسیتال والي شیخ انعام الله صلاح الدین سره وکتل.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د پکتیا پر عمومي وضعیت په ځانګړي ډول د ابو او انرژۍ پروژو په اړه خبرې شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د مچلغو بند او زرمت، سید کرم او وزې ځدران ولسوالیو ته د بریښنا رسونې په اړه معلومات شریک کړي دي.
د پکتیا والي او مرستیال يې هم د انرژۍ او اوبو د پروژو په اړه د سرپرست وزير د معلوماتو شريکولو مننه کړې او د یادو پروژو د تطبیق لپاره یې د هر ډول همکاريو ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته