کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
دڅښاک د اوبو دشپږو نيمه ژورو څاګانو دکيندلو کار نن دبلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې پيل شو .
دغه پروژې په د آلمان په مرسته دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا
د اتو مليونو افغانيو په لګښت عملي شي.
دبلخ ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير عبدالواصف عيسي
دباختر آژانس خبريال ته وويل : شپږ څاګانې دبلخ شريف په کليو شپږ څاګانې
د شورتيپې په ولسوالۍ او شپږ څاګانې د هدادى په ولسوالۍ کې کيندل کيږي.
ده وويل ، ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سره دڅښاک د اوبو دکمښت له پلوه په دغو سيمو کې د درې زره کورنيو ستونزې لرې کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ