روغتیا

په اتلسو ولايتونو کې ١٩٤ اساسي روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز نن  دهېواد په اتلسو ولايتونو کې دروغتوني  اواساسي  روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو تړونونه دملي  او نړيوالو تطبيقوونکو موسسو سره  لاسليک کړل.
دباختر آژانس دخبر له مخې :  دعامې روغتيا وزارت  په ٢٠١٣ ميلادي  کال کې په اتلسو ولايتونو کې داساسي روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او دروغتوني اساسي  خدمتونو وړاندې کول يې دهېواد په نهو ولايتونو کې دآزادې سيالۍ له لارې  دکيفيت  بيې او بشپړشفافيت له په پام کې نيولو سره دمسوولو مرکزونو ترڅارنې لاندې له غير حکومتي موسسو سره  قراردادکړ. چې دغه قراردادونه د ٢٠١٦ ميلادي کال په پاى کې بشپړيږي.
اوس  دغه تړونونه د روغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولو کې  دځنډ دمخنيوي په مقصد له همدغو موسسو سره دنورو شپږو مياشتولپاره د دغه وزارت له خوا لاسليک شول.
دهېواد عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز  ددغو تړونونو دلاسليک کولو  په مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل ؛  تطبيقوونکي موسسې دې بايد دخپلو پروژو په تطبيق کې  ټول معيارونه په پام کې ونيسي   ځکه چې دغه شپږ  مياشتې به ټولو تطبيقوونکو موسسو ته  يو آزمايښت وي.
ډاکتر فيروز وايي دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري  چې په دغو تړونونو کې  دهېواد په اتلسو ولايتونو کې   ١٩٤ اساسي روغتيايي مرکزونه او ٣٩٩ نوي روغتيايي پوستې  جوړې کړي او دغه راز هغو افغان مهاجرو ته روغتيايي  خدمتونه چې له ګاونډيو هېوادونو څخه هېواد ته راستنيږي برابر کړي.
داساسي روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو لپاره ددغو تړونونو ټول لګښت  ٣٣٤٧٤٢١١٨  ا ودشفاخانه يي خدمتونو دوړاندې کولو لپاره  ٣٣٤٧٤٢١١٨  چې دبلخ ، سرپل ، بادغيس ، سمنګانو ، هلمند ، ميدان وردګو ، نيمروز ، فراه ، ننګرهار ،روزګان ، لوګر ، نورستان ، زابل ، غور ، کونړ ، کندز ، دايکنډي  او دلغمان په ولايتونو کې به ولګول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته