امنیت

د کابل د تيرې شپې د ځانمرګي بريد مسووليت طالبانو په غاړه واخيست

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٥نيټه :
وسله والو طالبانو په کابل کې د تېرې شپې د ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه واخيست چې له امله يې ۴ تنه ووژل شول او ١١٤ تنه نور ټپيان شول.
دباختر آژانس د خبرله مخې: کابل تېره شپه د يو ځانمرګی بريد ډګر و.
د کابل ښار د نهمې ناحيې د ګمرک د نوي سړک په ساحه کې په يوه تعليمي مرکز ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې د درېيو تنو پوځيانو په ګډون ۴ تنه ووژل شول  او  ١١٤ تنه نور چې ټول ملکي وګړي دي، ټپيان شول.
د وسله والو طالبانو ډلې د يوې وينا په خپرولو سره ويلي دي چې دغه بريد د دوى له خوا ترسره شوى دى او د دوى ګومارل شويو کسانو په کابل ښارکې په يوه بهرني ميلمستون بريد کړى دى او په لسګونو تنه يې وژلي دي.
وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې د دوى وروستي عمليات دسريع الخندق د عملياتو په چوکاټ کې ترسره شوي دي او د امريکايي ځواکونو يوه مهمه استخباراتي اډه دړې  وړې شوې ده.
وسله والو طالبانو ويلي دي چې په دغه مرکز د بمي موټر په واسطه له بريد وروسته د طلحه پکتياوال، حمدالله زابلي، اکرام الدين کونړي او زبير لوګري په نومونو د دوى د ډلې څلور تنه فدايان د «ګرين ولېج» ودانۍ ته ننوتي دي او دښمنان يې وژلي دي.
طالبانو ټينګار کړى دى چېرته چې د دوى عمليات ترسره شوي دي هيڅ ملکي وګړي شتون نه درلود. وسله وال طالبان په کابل کې په يوه بهرني ميلمستون د خپلو عملياتو  خبره کوي. په داسې حال کې چې په لنډ نظر سره وينو چې د پېښې سيمه د استوګنې له کورونو سره يوازې څو متره واټن لري او د عامې روغتيا وزارت وياند وايي چې په دې پېښه کې ټول ټپيان د ښځو، ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي. په دې پېښه کې  يوازې ٢٣ تنه ماشومان ټپيان شوي دي.
دغه راز هغه سيمه چې وسله وال طالبان هغه يو بهرنى ميلمستون بولي، پوځي روزنيز مرکز دى چې د افغان پوځيانو له خوا ورڅخه استفاده کيږي.
امنيتي خبرځايونه ټينګار کوي چې بريد په چاويدونکو توکو بار موټر په واسطه ترسره شو او يرغلګر چې يو تن و، له موټر سره له منځه لاړ.
امنيتي مسوولين وايي چې دغه پېښه له وسله وال يرغل سره يوځاى نه و او هيڅوک نه دي بريالي شوي چې دغه مرکز ته ننوځي .
بايد وويل شي چې د ملګرو ملتو سازمان او نور نړيوال مرکزونه وسله وال طالبان په افغانستان کې د ملکي وګړو د سر د زيان د رامنځته کولو اصلي عاملين بولي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته