سیاست

خليلزاد دافغان پوځيانو په خلاصون کې دطالبانو داقدام هرکلى وکړ

کابل /دلندې لومړى / باختر :
دافغانستان دسولې په چارو کې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليل زاد  دلسو افغان سرتېرو  په خلاصون کې دطالبانوداقدام هرکلى وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، طالبانو له خپل بند څخه داردو  دغه سرتيري پرون دهلمند په نهر سراج ولسوالۍکې ازاد کړل او هغوى دسره صليب په مرسته دلښکرګاه ښار ته ولېږدول شول.
زلمي خليل زاد په خپل نوي  تويت کې دطالبانو ددغه اقدام هرکلى کړى دى او ليکلي يې دي هيله ده چې دغه اقدام  دتاوتريخوالي دکمښت او ديوه سياسي تفاهم په لور دچټک  پرمختګ  سبب شي . چې دافغانستان دولت ، طالبان او نورافغان مشران پکې شامل دي .
  افغانان دسولې اوامنيت په هيله دي او موږدهغوى تر څنګ ولاړ يو .
طالبانو دغه پوځي  بنديان په ښکاره له هغه وروسته ازادکړل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت د تېرې سه شنبې په ورځ دحقاني  دشبکې  درې مهم بنديان دافغانستان دامريکايي پوهنتون ددوو استادانو دخلاصون په بدل کې  ازادکړل .
دغو اقداماتو يوځل بيا دهېواد سولې ته دتږو خلکو ترمنځ دسولې اوپخلاينې  په رامنځته کولو کې باورونه پيداکړي دي .
ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته