اقتصاد

دتورخم په بندر کې دګمرکي څيړنې نوي دستګاه ودرول شوه.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
دماليې وزارت دعوايدو او ګمرکاتو معين نن دګمرکي څيړنې نوى دستګاه دتورخم په بندرکې ګټې اخيستنې ته وسپارله.
دننګرهارو لايت دګمرکاتو رييس بسم الله کامه وال باختراژانس ته وويل  چې دماليې وزارت دعوايدو اوګمرکاتو رييس دتورخم بندر دڅانګو دکتنې په ترڅ کې  دوارداتو اوصادراتو دڅيړنې نوى دستګاه دتورخم په بندرکې پرانستله.
دماليې وزارت معين وويل  چې دپخواني سيستم ترڅنګ نوى سيستم چې په کار واچول شو دکمپيوټر له لارې واردات اوصادرات په دقيقه توګه څيړل کيږي  او هره ورځ  دوارداتو او صادراتو داندازې په باب دهېواد ټولو بانکونو ته معلومات ورکوي.
ده څرگنده کړه  چې دغه سيستم اوس په پنځلسو ولايتونو کې فعال دى  اوپه راتلوونکي کې به په نورو ولايتونو کې هم فعال شي .
دغه راز دتورخم  دښارګوټي  مدير نثاراحمد ناصري وويل چې په  يوه ورځ کې دتورخم دګمرک  له لارې يو اعشاريه شپږمليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کيږي چې دتيرکال په پرتله په  سلو کې ديارلس زياتوالي ښيي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته