سیاست

د پکتيا والي د قومونو د سراسري شورا ستونزې واورېدې

ګردیز باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۶ مه
د پکتيا د قومونو د سراسري شورا مشرانو د دغه ولايت له والي شميم خان کټوازي سره خپلې ستونزې شريکې کړې.
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغه غونډه کې چې په همدې موخه پر ځای شوې وه،د پکتيا ولايت  د سولې شورا د ولایتي کمېټې رېیس مولوي خالق داد حقاني د دغه ولايت پر ګڼو ستونزو خبرې وکړې.
حقاني زياته کړه، يواځينې لاره چې موږ پرې برياليتوب ته رسيدلي شو هغه د یوالي او همغږۍ لاره ده.
د له خلکو څخه هيله وکړه چې د هېواد د ابادۍ په موخه لاسونه سره ورکړي او يو موټی شي.
سلا کار وزير او د پکيتا والي شميم خان کټوازي وویل چې جمهور رېیس ورته
دنده سپارلې چې د قومونو ترمنځ ستونزې د يوالي او همغږۍ په فضا کې حل کړي.
کټوازي ورغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ هغه ستونزې چې په بېلابېلو برخو کې شتون لري د امکان تر حده به هلې ځلې وکړي څو د حل لاره ورته پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته