کابل باختر دسلواغي دويمه :
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې پرون ترسره شول؛ څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د ډار اچوونکو عناصرو د له منځه وړلوپه مقصد دهلمند، هرات، پکتيا، غزني ، زابل ، قندهار ، ننګرهار او دکونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ؛ څلور تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول .
په دغوعملياتوکې يوه اندازه وسله او د درندو اوسپکو وسلومهمات هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديوبل خبر له مخې: امنيتي ځواکونو د خپلو امنيتي دندو په بهيرکې دکندز، قندهار، ارزګان او دهرات د ولايتونو په مربوطاتوکې د وسايطو ضد څلور ماينونه چې د وسله والو مخالفينوله خوا نوى ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړل .
0 1 دقیقه لوستل