سیاست

د افغا نستان دحرکت انقلا ب اسلا مي ګوند اعلاميه:

کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه

د افغا نستان دحرکت انقلا ب اسلا مي ګوند اعلاميه:

سوله دانسا ني ټولنې يوه روا غو ښتنه ده په تيره بيا هغو خلکو ته چې کلو نه کلو نه يې د کورګډو جګړو غمو نه او کړا وونه ګاللى دي. يوه اصلى او اساسي هيله يې د سو لى تا مينول دي .

 د افغا نستان خلکو دپخوا ني شوروي له تيري  وروسته دسو لې بي سارى چانس له لاسه ورکړ او تر نن ورځې پورې له بده مرغه دغه چانس بيا نه دى تر لاسه شوى داسې ورځ نشته چې د افغا نستان خلک د ښې را تلو نکى په هيلى سره ژوند ونه کړي او خپله ورځ له جګړې او تا و تريخو الى پرته را تلونکى سره تيره نه کړي خو له بده مرغه يو شمير  کسان د ښي را تلو نکى او سو لى ته درسيدو په هيله سخت کړا وونه ګالي .

دهيواد  متبحر عالم اود مقدس جهاد ستر شخصيت مولوي ارسلان رحما نى په دې لاره کې هلې ځلې و کړې چې په هيواد کې سو له او ثبات تا مين کړي، ده هم دسو لې د عا لي شورا په چوکاټ کې په دى برخه کې پرله پسې هلې ځلې پيل کړې، زيات کړا وونه يې و ګالل چې وکولاي شي د جګړې ټغر راټول کړي او افغا نستان دسو لى په لور رهبري کړي خو پروني پيښې چې سترعالم ، مخور جهادي شخصيت دسولى د عالى شورا پياوړي غړى اود بنديا نو دخلاصون د کميسيون رئيس يې شهيد کړ زموږ دغه خو ب له خاورې سره خا ورې کړ .

 سره له دې هم د ميړنې ملت عزم ټينګ دى چې يوه ورځ به دغې  هيلې ته ورسيږي .

 د افغانستان د حرکت اسلامي د ګوند د اجرا ئيه شورا د مشرتا به هيات او غړي دغه زړه بوږنوونکى پيښه چې د مولوي ارسلان رحماني دشهادت سبب شوه په کلکه غندي دده شهادت يوه ستره ضايعه بولى . اودلوى خداى (ج) له دربار څخه ده ته د فردوس جنت هيله کوي او  دده کور نۍ او پا تې کسا نو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي او ستا سو له لارې د افغا نستان ټول مجاهد او ميړني ملت ته دډاډ ګيرنې او خوا خوږي مراتب څرګند وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته