فرهنګ

په ننګرهار کې طالبانو ته دسردروندزيان .

کابل باختر د سلواغې دويمه :
په ننګرهار ولايت کې دجلا جلا جګړو په بهير کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .
په دې جګړو کې  چې تيره شپه او نن سهار دخوږياڼيو ، غني خيلو ، مومند درې او دبټي کوټ دولسواليو په مربوطاتو کې رامنځته شوي دطالبانو دډلې  ددريو تنو  سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون ديرش تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړې له هغې وروسته  ونښتې چې  دسيمې اوسيدونکو د طالبانو او داعشيانو دټغر دټولولو لپاره  دپوځيانو په همکارى لاس په کار شول . او په دغو يرغلګرو يې بريد وکړ .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې د ډار اچوونکو  ددريو تنو قوماندانانو په ګډون ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول . 
په دې جګړو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د ډار اچوونکو درې پټنځي  هم دړې وړې شوي دي .
   ختم _ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته