اقتصاد

دمالیې وزیر د بهرنیو پانګونو ادارې (OPIC) له اجرائیوي رئیس سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٢مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل سفر په لړ کې د بهرنیو پانګونو ادارې (OPIC) له اجرائیوي رئیس ښاغلي رای واشبورني،  سره په واشګټن ډي سي کې د افغنستان سفارت په انګړ کې وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو په سېمه ییزو همکاریو، د پراختیایې پروژو په ځانګړی توګه د انرژۍ او سولر په پلي کېدو، د کجکي برېښنا بند، د پانګونې په فرصتونو او د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) له لارې د پانګه والو په هڅونې، له ګاونډیو هېوادونو سره د ګمرکي معلوماتو د تبادلې په برخه کې په سیستم جوړولو، د کانونو په برخه کې په پانګونې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.#
پاى_ف

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته