امنیت

امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په بهير کې (۱۷) تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ګردیز – کابل باختر دثور  دولسمه :
ایتلاف هوایي ځوکونو د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ د ملک خیلو او د مقر ولسوالۍ د سنګاسي په سیمو کې پر وسله والو ترهګرو هوايی بریدونه کړي، په پایله کې یې د وسله والو ترهګرو د سرګروپ په ګډون (۱۱) تنه ترهګر وژلي، یو تن ژوبل کړی، د ترهګرو یو موټر سایکل او یو ډاډسن موټر له منځه وړی دى.
د دې ترڅنګ د تندر قول اردو توپچي ځواکونو د مقر ولسوالۍ د لاریانو په سیمه کې د پاڅون کوونکو د ملاټړ په خاطر وسله وال مخالفین هدف ګرځولي یو تن وژلی او درې تنه ژوبل کړي دي.
همداراز د تندر قول اردو جزوتامونو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سالاروپنګ او د لوګر ولایت د برکي راجان په سیمو کې د نښتو پرمهال دوه تنه وسله وال مخالفین وژلي اودرې تنه ژوبل کړي او یوه تومانچه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
افغان ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو په بهير کې (۷) تنه وسله وال اورپکي وژلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو له خوا د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د سویل ختیځ زون د پکتیا ولایت د احمدآبا، د خوست ولایت د قلندر  او موسی خیلو، د غزني ولایت مرکز د منګور، د میدان ورګو ولایت مرکز د قول هزاره او د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کشم او کتب خیلو په سیمو کې (۵) پلان شوي عملیات پیل او دوام لري.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته