امنیت

د ولسي جرګې د يوه غړى درې تنه ساتوونکي ووژل شول

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٣
په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت د خلکو د استازى احمدشاه رمضان درې تنه ساتوونکي نن سهار د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله  و وژل شول  او د ده درې تنه  نور ساتوونکي ټپيان  شول.
په دې پيښه کې ډار اچوونکو د احمدشاه رمضان د ساتوونکو د سپرلۍ په موټر ډزې وکړې، خو دى په  خپله په  موټرکې نه و.
د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ امنيه  قوماندان  سمونمل محب الله باختر آژانس ته وويل: په ولسي جرګه  کې د بلخ ولايت د خلکو د استازى احمدشاه رمضان  د ساتوونکو  د سپرلۍ موټر کله چې د بغلان ولايت  د دوشي ولسوالۍ د پيازقول له ساحې څخه تيريده؛ د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوى ماين چې د ريموټ په واسطه کنتروليده ، وچاوديد او له امله يې د ده درې تنه ساتوونکي ووژل شول  او درې تنه نور ساتوونکي يې ټپيان شول.
د محب الله د څرګندونوله مخې: په دې پيښه کې د ساتوونکو د سپرلۍ موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى  او د دغې پيښې  په  اړوند څوک نه  دى نيول شوى.  خو د پوليسو  پلټنې  روانې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته