خوست باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د دولت پنځه تنه وسله وال مخالفين په خوست ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل خدا ابراهيم خيل باختر آژانس ته وويل چې د دولت دغه وسله وال مخالفين دخوست ولايت دموسى خيلو ولسوالۍ د ګبر منګل په ساحه کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
ده وويل چې په وژل شويوکسانوکې د کاکي په نامه د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ