امنیت

په نورستان کې په نويو نښتو کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
په نورستان ولايت کې په نويو نښتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .
دغه جګړې  په تيرو کابو څلورويشتو ساعتو کې ددغه ختيځ ولايت په ځينو سيموکې ونښتې .
لومړۍ جګړه  هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ډيورنډ  کرښې ته څيرمه په کامديش  ولسوالۍ کې دسرحدي  ځواکونو دسپرلۍ  په موټر  بريد وکړ .
دافغانستان  په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان  دباختر اژانس خبريال ته وويل  چې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو دډلې  ددريو تنو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير  نور ټپيان شول .
ده وويل چې په يرغلګرو د ډيورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې دسرحدي ځواکونو  دسپرلۍ  په کاروان دبريد په وخت کې  ددغو پوځيانو له خوا ډزې  وشوې .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتې خو  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دطالبانو په دې بريد کې  ديوه ماشوم په ګډون دوه تنه  ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
  په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو دډلې  ديوه  قوماندان په ګډون څلور تنه  وسله  وال طالبان دنورستان  ولايت په وايګل  ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې وژل شوي دي .
دغه طالبان کله چې په خپل تروريستي  فعاليتونو بوخت وو د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې ددغې نښتې په پاى کې دطالبانو دوه موټرسايکلونه  او څو جنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان دنورستان ولايت مرکز پارون ښار بازار ته  څيرمه  په يوه بله نښته کې ووژل شول او يوولس  تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو واټ ته په وتو سره غوښتل چې په مسافروړونکو موټرو بريد وکړي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې  په دې  بريد کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يوولس تنه نور يې  ټپيان شوي دي .
  ده وويل  طالبانو غوښتل چې ځينې سپرلۍ وتښتوي چې پوځيانو په خپل وخت ددې کار مخه ونيوله او طالبانو ته يې دسردروند زيان واړاوه .  ديوبل خبر له مخې  دتروريستانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې کشف شوه .
په دې ډيپو کې په لسګونو جنګي وسايل  دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
تراوسه پورې داروښانه نه ده چې دغه ډيپو دوسله والو طالبانو په ډلې پورې او يا په داعشي جګړه مارانو پورې اړه لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته