کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
په بغلان ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې، يو تن ووژل شو او نهه تنه نور ټپيان شول .
د دغه ولايت د ترافيکو مسوولينو وويل، دغه پېښه تېر ماښام د مرکزي بغلان د چهارشنبېتپې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د بغلان ولايت د ترافيکو مدير محمد نبي زاده وويل دغه پيښه د دوو کرولا موټرونو دټکر له امله رامنځته شوې وه چې له امله يې ښځې اوماشومان ټپيان شوي دي .
نبې زاده وويل، د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي وه. پاى ذ کرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ