ښوونه او روزنه

د میدان وردګو مدني فعالان ځوانانو ته دکانګورازموینې لارښود تشریح کوي.

کابل باختر د مرغومي لسمه :
د میدان د مدني ټولنو دهمغږۍ مرګز په نوښت د میدان وردګو ولایت سلګونو ځوانانو ته د کانکور ازموینې په اړه سیمنار جوړ شو.
دا سیمينار نن د مرګز میدان ښار په غازي کریم خان تالارکې ترسره شو،چې ددولسمو ټولګيو شاوخوا اووه سوه فارغانو پکې ګډون کړی وو.
ددې پروګرام دپرانیستې پر مهال د میدان مدني ټولنو د همغږۍ مرګز مشر محمد اجمل هوډمن د خپلو کړو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ويي ویل، چې له دې سیمينار څخه یې موخه داده؛ څو ځوانان د کانکور ازموینې په تخنیکي چارو وپوهیږي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره پیداکړي.
ده وویل، چې په دې سیمينار کې د کانکور ازموینې په اړه د دولسمو ټولګیو فارغانو ته د ازموینې په تخنیکي او نورو بیلا بیلو اړخونو معلومات ورکول کیږي.
په دې پروګرام کې برخه والو ته د افغانستان د ټولو پوهنتونونو په اړه معلومات او د کانکور ازموینې اړوند پرزنټیشنونه د کابل پوهنتون استاد ډاکټر اسدالله حامد او د کابل پوليتخنیک پوهنتون استاد انجینر احمد سلطاني له لوري ورکړل شول.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات د مدني فعالانو داهڅه ستایي او وايي، چې د ولس په ګټه د مدني ټولنو د دې ډول فعالیتونو ملاتړ کوي او ورسره به خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته