امنیت

دهرات په هوايي ډګر کې دپانګې دتيښتې اودنشه يي توکو دقاچاقو دمخنيوي لپاره هلې ځلې

 کابل باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
سرحدي پوليس هوډمن دي   چې دهرات دهوايي ډګر له لارې  دپانګې دتيښتې  او دنشه يي توکو  دقاچاقو مخه وينسي  .
دسرحدي پوليسو قوماندان  جنرال محمدجمعه عديل نن  په هرات کې  دهوايي چلند دشرکتونوله رييسانو اومديرانوسره  په کتنه کې هيله  وکړه  چې ددغو بنسټونو په همکارۍ    دغه طرحې  په يو ډول نه يو ډول په ښه توګه عملي شي.
ده دهوايي شرکتونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې  دمسلکي کسانو په استخدامولو سره   دوسايلو دکنترول په وخت کې لازم دقت ترسره کړي.
دسرحدي پوليسو قوماندان څرګنده کړه   چې پوليس به په ټول توان سره  دنشه يي توکو له قاچاقو سره  په مقابله  او دغه راز  دپانګې دتيښتې  په مخنيوي کې  جدي هلې ځلې پيل  کړي .
دهوايي شرکتونو رييسانو او مديرانو ډاډورکړ چې له پوليسو سره  اوږه په اوږه به دنشه يي توکو دقاچاقو اودپانګې   دتيښتې په مخنيوي کې   هلې حلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته