ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت دتخنيکي او مسلکي تعليماتو په معينيت پورې اړوند د ړندو دمسلکي ليسې خبرتيا:

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
دپوهنې وزارت دتخنيکي او مسلکي تعليماتو په معينيت پورې اړوند د ړندو دمسلکي ليسې خبرتيا:
دکابل ښارټولو اوسيدونکو ته خبر ورکول کيږي چې د ړندو مسلکي ليسه د ١٣٩٥ تعليمي کال لپاره دښځو او نارينه وو په ګډون ړانده کسان چې عمريې له اوو کلونو څخه تر دولسو کلونو پورې وي د زده کوونکى په توګه مني .
زده کوونکو ته دغرمې ډوډۍ او دهغوى دتګ راتګ لپاره ترانسپورتي وسايط هم ددغې ليسې د ادارې له خوا په پام کې نيول شوي دي .
په شرايطو برابر ړانده کسان کولاي شي دخپلو څلورو عکسونو او د تابعيت له تذکرې سره د دارلامان سړک دسناتوريم په تمځاى کې دکيور نړيوال روغتون ته څيرمه دړندو دمسلکي ليسې ادارې ته ورشي او نوم وليکي .
دغه راز مينه وال کولاي شي د زياتو معلوماتو دترلاسه کولو په مقصد ددغې ليسې له 0744271757-اويا 0744280828 لمبر تيلفونونو سره اړيکه ونيسي.
دشموليت دفورمو ويش هره ورځ دسهار له اتو بجو څخه تر مازيګر پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته