کابل باختر د تلې اوومه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د قندهار ښار په شمال کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان يرغل وکړ .
د هېواد په جنوب کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: پوځيان په ګزمه بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ