نړۍ

په سوريې کې ديو شپيتو ښځينه بنديانو خوشې کيدل.

دمشق- نړيوالې خبري منابع – باختر دلړم دمياشتې ٣
په سوريې کې فعالين وايي چې دولت دنهو تنو نارينه  لبناني شيعه يانو دخوشې کولو په بدل کې يوشپيته تنه ښځينه بنديانې خوشې کړي دي .
لبناني شيعه يان دياغيانو له خوا تښتول شوي  وو .
په سوريې کې دبشر په حقوقو دڅارنې ډلې  پرون وويل : هيله کيږي اووه شپيته
تنه نوربنديان دهغې پيچلې معاملې ديوې برخې په توګه چې دقطراو دفلسطينيانو  دخپلواکې ادارې  په منځګريتوب رامنځته شوي دي  خوشې شي.
دسوريې مقاماتو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته