کابل باختر دزمري دمياشتې ٢ :
د کابل ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتوکې د نن سهار په چاودنه کې ١٢ تنه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شول.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د مطبوعاتي دفتر مرستيال نجيب الله دانش باختر آژانس ته وويل: نن سهار د شپږو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو په شاخواکې د کابل ښار د دريمې ناحيې د قلعه شاده په سرکاريزکې د محمدمحقق کورته څېرمه د يو موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې ١٢ تنه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وايي: تر اوسه پورې اته مړي او لس ټپيان روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ