امنیت

روزنيزه کارګاه جوړه شوه

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣ :
دپوليسو اکاډمۍ منسوبينو  او محصلينو ته د اساسي قانون  دپوهاوي  دوه ورځنى ورکشاپ جوړشو.
داساسي قانون  پرتطبيق باندې دخپلواک  کميسيون يو خبرځاى باخترآژانس ته خبر ورکړ  :  داساسي قانون دپوهاوي ورکشاپ  داساسي قانون او دهغه  دملاتړ تر عنوان لاندې  نن  دپوليسو اکاډمۍ   ٣٠٠ تنو منسوبينو او محصلينو لپاره  داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون له خوا جوړشو.
داساسي قانون پرتطبيق باندې  دڅارنې دخپلواک  کميسيون غړې  اوددغه کميسيون دپوهاوي دڅانګې مسوولې  پوهنملې محبوبې حقوقمل  ددغه کميسيون دندې  ، صلاحيتونه او مسووليتونو په باب برخه والو ته معلومات وړاندې کړل  او څرګنده يې کړه  چې ددغه کميسيون  يو مهم هدف  داساسي قانون  دحکمونو په باب دافغانستان  داتباعو  پوهاوى دى  چې په  همدې مقصد دغه کميسيون دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې  دافغانستان په مرکز او ولايتونو کې  په بيلابيلو دولتي  ادارو کې ورکشاپونه  جوړ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته