د قندهارښار باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
په قندهار ولايت کې د نويو نښتو له امله ٢١تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړې نن سهار د قندهار ولايت په مربوطاتوکې ونښتې.
په قندهار ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل :
په دې جګړو کې ٢١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي په دغو جګړوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې پوځيانو د جګړو په پاى وکولاى شول د وسله والوطالبانو يو شمېرجنګي وسايل ترلاسه کړي او په لسګونو کلي د هغوى له شتون څخه پاک کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ