کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
په هرات ولايت کې دولسواليو د واليبال د جام سيالۍ پرون مازيګر په څلورو لوبو سره پيل شوې .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دغو سياليو کې د تورغنډي ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره د ګذرې پرټيم د رباطه سنګى ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره دغوريانو پرټيم، دکهسان ټيم د يوې په مقابل کې په دريو سره دشينډنډ پرټيم او دزنده جان ټيم د صفر په مقابل کې په دريو سره دانجيل پرټيم بريالي شول .
دغه سيالۍ د يوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دى چې د جمعې په ورځو دوام مومي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ