خبرونهټولنه

په پنجشېر کې د واورې اورښت د څو کليو لارې وتړلې

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
په پنجشېر کې د واورې اورښت د دې سبب شوى دى چې دغه ولايت په يوشمېر ولسواليو کې د لسګونو کليو لارې وتړل شي.
د پنجشېر د والي وياند محمد منصورعنابي باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت په شتل، رخه، او عنابه ولسواليو کې له درې ورځې راپدېخوا د لسګونو کليو لارې د واورې د اورښت له امله تړل شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ولايتي کمېټې د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هلې ځلې کوي، خو تراوسه په دې کار نه دي بريالي شوي.
هغه وويل اوس په پنجشير کې اسمان شين دى .
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته