امنیت

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو  چې په موټرسايکلونه سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په ختيح کې د سېلاب قول اردو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره  ويلي دي چې په جګړه کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.
له وژل شويو طالبانو څخه شپږ وسلې او درې موټرسايکلونه هم پاتې دي.
د يو بل خبرله مخې:
د کونړ پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٤ ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونوعاملين بلل شوي دي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته