اقتصاد

په فراه کې د دولسوکيلومترو په اوږدوالى د سړک جوړول او کريړ اچول

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د هرات ولايت  د يوه سړک د جوړولو او کريړ اچولو کار پاى ته ورسيد .
د دولسو کيلومترو په اوږدوالى او د شپږو مترو په سور دغه سړک د قلعه کاه په ولسوالۍ کې نږدې اته کلي له يوبل او ددغه ولسوالۍ له بازار سره نښلوي.
ددغه سړک په جوړولو او کريړ اچولو نږدې څليرويشت مليونه افغانۍ لګيدلي دي چې دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام له خوا ورکړې شوې دي.
د فراه ولايت د کليو د بياجوړولواو پراختيا رييس انجنير عبدالروف دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغه سړک په جوړيدو اوکريړ اچولو سره دقلعه کاه ولسوالۍ  د اتو کليو د نږدې پنځه پنځوسو زرو تنو اوسيدونکو ترانسپورتي ستونزې په مستقيم اوغيرمستقيم ډول لرې شوې دي.
ويل کيږي مخکې له دې دغو کورنيو دسختو او اوږدو لارو په وهلو سره تګ راتګ کاوه.
ددغه سرک په تګلوري کې پنځلس پلګوټي او په لسګونو سيل برونه جوړ شوي دي چې سړک د سيلاو او د نورو پيښو له احتمالي خطرونو څخه خوندي وساتي.
  په همدې حال کې د قلعه کاه ولسوالۍ بزګرانو او بڼوالو ددغه سړک د جوړيدو او کريړ اچولو هرکلى وکړ او ويې ويل چې له دې وروسته له ضايعاتو پرته اوپه کمو ستونزو سره خپل کرنيز محصولات کولى شي بازارونو ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته