امنیت

څه دپاسه ١٥٠٠ کورنيو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر دلړم  شلمه :

په سرپل ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دپنځو ټولګټوپروژو له اسانتياو څخه څه دپاسه ١٥٠٠ کورنيو ګټه واخيسته .

دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ : ددغو پروژو کار د ١٣مليونو اووه سوه درې ديرشو  زرو نهه سوه شپږ اويا افغانيو په لګښت  دسرپل ولايت په مرکز کې بشپړ شوى دى او ددريو ښوونځيو او دڅلورو انکشافي شوراګانو د ودانيو جوړول شامل دي چې ددغو ښوونځيو ودانۍ په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي چې ددغو پروژو  له اسانتياوو څخه له پنځو کليو څخه د ١٥١٦ کورنيو ماشومان ګټه اخلي .

ديادونې وړ ده چې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت  دملي پيوستون  پروګرام  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې په سرپل ولايت کې ٦١٢ کلي دانکشافي پروژو تر پوښښ لاندې نيولي  دي او تراوسه پورې  په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو  برخو کې ١٩٣٠ پروژې بشپړې او دخلکو داستفادې وړ وګرځوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته