-کابل باختر د کب پنځمه :
دقندهار ولايت په مربوطاتو کې پرون دامنيتي ځواکونو دمحاربوي عملياتو په بهير کې اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردومطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز ددغو عملياتوپه بهير کې ددښمن يوسراچه موټر او درې موټرسايکلونه هم ويجاړ شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ