ټولنه

د اسلام د ستر پيغمبر نيکمرغه ميلاد دې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارک وي

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
د اسلام د ستر پيغمبر نيکمرغه ميلاد دې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته  مبارک وي .
د ربيع الاول د مياشتې دولسمه؛ د اسلام د ستر پيغمبر  د بشريت د ناجي حضرت محمد مصطفى ( ص) له نيکمرغه ميلاد سره برابره ده .
په دې کې دترديد ځاى نشته چې داسلام دستر پيغمبر نيکمرغه ميلاد د عدالت، آزادۍ، مساوات او برابرۍ په ګډون زيات پيغامونه په جهالت کې  بند پاتي او لتاړو انسانانو ته  له ځان سره لري .
دا د اسلام ستر پيغمبر و، چې مسلمانانو ته يې دځان پيژندنې او خداى پيژندنې  بلنه ورکړه او له الهي حکم سره سم لوى خداى ( ج ) ته ډير ښه کسان يې ډير متقي  انسانانمعرفي کړل. له دې امله د اسلام د ستر پيغمبر ميلاد يوه حقيقي روښنايي وه چې په هغې ځمکه کې چې جهالت لوړې کچې ته رسيدلى و او  نوې زيږيدلي  نجونې يې ژوندۍ ښخولې؛ د ظلمت پرده وڅيرل شوه .
  په هغې خاوره کې  چې د تورتم  لرليدونه او قامتونه د جهالت تر پيټي لاندې کړوب شوي وو او په زرګونو زرګونو بې لارې توب، ګډوډي او نورې ټولنيزې ناخوالې زياتې شوې وې؛ لوى خداى ( ج) د ناپوهي او جهالت په بحران او ګردابونوکې د بند پاتې انسان د ژغورنې لپاره خاتم النبين واستاوه او نن ورځ  د ټولې نړۍ مسلمان خلک دغه نيکمرغه او مبارک ميلاد  نمانځي .
هغه پيغمبر چې مساوات، عدالت، سولې، عامه سوکالي، ترقي، په باطل د حق برياليتوب او د ټولنيزو ناخوالو په وړاندې مبارزې ته يې د عمل  په سرکې  ځاى ورکړ. انسان يې  له افراطيت، قوم پالنې او  قبيلې پالڼې سره منع کړ، خو له بده مرغه په داسې شرايطو کې  چې په زياترو اسلامي هېوادونوکې دوينې ويالې بهيږي او په داسې شرايطو کې  چې  زموږ دهېواد  انسان  د اسلام په نامه  وينه يې ډبرې سره کوي او په داسې شرايطوکې چې ځينې ډلې د اسلام په پته  مسلمانان وژني؛ دغو ټولو جهالتونو او تعبيرونو ته  بايد کوم  نوم  پيداکړو .
هغه ډلې  چې د مسلمانانو په خاوره  په تېره بيا زموږ په هېوادکې د اسلام دمبين دين له پتې څخه دغه شان ظلمونه کوي؛ د اسلام د مبين دين او د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص)  له کرښې  څخه  لرې شوي دي او هغوى  نه يوازې زموږ خلک  بلکې  نور مسلمان خلک  د نړۍ  په ګوټ ګوټ کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي .
  د اسلام دستر پيغمبر  دنيکمرغه ميلادي درناوى  ټول  ژور فکر او مفکورې ته  رابولي  چې فکر وکړي  او داسلام مبين دين ته  په نږديوالي سره  له دغه  ګرداب څخه  دخلاصون لاره  پيداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته