امنیت

دوه اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د ثور  دريمه :
دملي دفاع وزارت دهېواد په ځينو سيمو کې  دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې  ددوه اويا تنو ډار اچوونکو دوژلو خبرورکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې ،دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي .  دهېواد  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد  دهېواد په بېلابېلو سيمو کې  ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل . چې په نتيجه کې  داوولسو تنو داعشيانو او دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان په ګډون  دوه اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول   ، دوه ويشت تنه ټپيان او يو تن يې  ونيول شو .
  دغه عمليات  دننګرهار ،  کونړ ،  کاپيسا ،  غزني ، خوست ،  لوګر ، پکتيا ،  روزګان ، زابل ،  هرات ،  فراه ،  فارياب ،  بلخ ،  کندز ،  تخار ، او دهلمند دولايتونو  په مربوطاتو کې  دهېواد  دتوپجي  او هوايي ځواکونو په ملاتړ  ترسره شول .
په دغو عملياتو کې دداعشي تروريستانو  پنځلس  تينګ سنګرونه  دړې وړې شوي دي  او يوه اندازه مهمات  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته