امنیت

د افغان پوځيانو يوه هليکوپټر د افغانستان په ختيځ کې اور واخست

کابل باختر دليندي شپږمه
دافغان پوځيانو  يوه هليکوپټر د افغانستان په ختيځ کې له بيړنۍ ناستې وروسته اور اخستى دى.
دغه پيښه دننګرهار ولايت د شينوارو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه هليکوپټر پوځيان  د يو لړ پوځي عملياتو لپاره ليږول.
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل: دغه هليکوپټر د فني ستونزې له امله د شينوارو دخضر خيلو په ساحه کې بيړنۍ ناسته وکړه او پوځيانو په خپله دطالبانو لاس ته ددغه هليکوپټر د لويدلو د مخنيوي لپاره هغه ويجاړ کړ .
دعبدالزي دڅرکندونو له مخې: په دې پيښه کې افغان پوځيانو ته د سرزيان  نه دى اوښتى، خو د شينوارو  يوسيمه ئيز مسوول وايي چې دغه هليکوپټر دفني ستونزې له امله بيړنۍ ناسته وکړه او وروسته د وسله والو طالبانو له خواپرې بريد وشو او ويجاړ شو .
دننګرهار د والي ويندوى وايي: دغه هليکوپټر دکورنيو چارو وزارت د چټک غبرګون په ځواکونو پورې اړه درلود چې پوځي عملياتو ته د سرتيرو د ليږدولو په وخت کې له فني ستونزې سره مخامخ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته