امنیت

په کونړ کې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه ملکیان ټپیان شول

اسعدااباد / د مرغومي / ۶/ باختر
په کونړ کې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه ملکیان ټپیان شول .
ماین د نیشه ګام په کلي کې په واټ کې ځای پرځای شوی و او د کلي د یو شمېر اوسیدونکو د تېرېدو په وخت کې وچاودید.
د کونړ یو امنیتي مقام باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکیان ټبیان شول .
ټپیان ټول د کلي ځوانان وو چې د کار او لوست لپاره تلل.
په کونړ کې د یو روغتیایی مرکز ډاکتران د دغې چاودنې د دوو ټپیانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ بللی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغې ماین ښخونې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو سیمه یيزخبرځایونه طالبان د دغې پېښې عامل بولي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته